ټولنه

د ډاکتر عبدالصمد حامد جنازه کابل ته راوليږدول شوه .

کابل- باختر دمرغومي څوارلسمه
د ډاکتر عبدالصمد حامد جناز ه نن سهار کابل ته راوليږدول شوه .
ډاکتر عبدالصمد حامد په هيواد کې ددموکراسي دلسيزې يو سترشخصيت و ،  چې د درې اتيا کلنۍ عمر په المان کې وفات شو .
دباختر اژانس  دخبريال دخبر له مخې ،  دکابل په  نړيوال هوايي ډګر کې دارواښاد ډاکتر عبدالصمد حامد دجنازي د درناوي په مراسموکې  دبهرنيو چارو او دسوداګرۍ او صنايعو وزيرانو ، دملي شورا ځينو غړو ، دچارو داداري او دوزيرانو شورا ددارالانشا لوى رييس ، کابل ښاروال ، دکابل والي ، دجمهور رييس ويندوى او دغه  راز دارواښاد خپلوانو اودوستانو ګډون کړي و .
ارواښاد ډاکتر عبدالصمد حامدپخوا دصدراعظم دمرستيال او دپلان دوزير په توګه کار کړى دى او دغه راز دپوهنتون  داستاد په توګه يې دهيواد دبچېانو دروزنې په  لاره کې  ستر خدمتونه کړي دي .
دارواښاد جنازه دښخولو لپاره  دننګرهار ولايت خوږيانيو ته ليږدول شوې ده .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته