امنیت

په سرپل کې د وسله والو طالبانو يو سرګروپ له دولت سره يوځاى شو

کابل/باختر/ د زمري ۱۲ مه
په سرپل کې د وسله والو طالبانو يو سرګروپ د سولې له بهير سره يوځاى شو.
د سرپل امنيه قوماندان مل پاسوال خواجه غلام جيلاني ابوبکر باختر آژانس ته وويل: په ملا صابري مشهور عبدالرسول، له خپلو وسلو او مهماتو سره یې د صياد د امنيې  قوماندانۍ له پولیسو سره يوځاى شو.
څه موده وړاندې هم د وسله والو طالبانو يو سیمه ییز قوماندان په تورن مشهور ملا جوره په دې ولسوالۍ کې د سولې له بهير سره يوځاى شوی و.
ختم- ج- اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته