کابل باختر د مرغومې ۸ مه
د فراه ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې د هوايي او افغان ځواکونو د بریدونو په ترڅ کې لږ تر لږه د دوو ازبکستانیو جنګیالیو په ګډون پنځلس تنه وسله وال طالبان وژل شوي او شپاړلس تنه نور ټپيان شوي دي.
د ۲۰۹ شاهین قول اردو څخه باختر اژانس ته په استول شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې، دغه وسله وال طالبان د تېرو څلرویشو ساعتونو په اوږدو کې وژل شوي دي.
د یو بل خبر له مخې، دفاریاب ولایت د قیصار ولسوالۍ په مربوطاتو کې د ملامحب الله په نامه د وسله والو طالبانو د یوه سیمه یېز قوماندان په ګډون څلور تنه طالبان وژل شوي دي.
د ۲۰۹ شاهین قول اردو د معلوماتو له مخې دغه طالبان پرون مازیګر د قیصار ولسوالۍ په مربوطاتو کې د هوايي برید په ترڅ کې وژل شوي دي.
ویل کېږي د ګډو افغان ځواکونو په ترسره شویو عملیاتو کې چې لا هم دوام لري په کې ملکي وګړو او افغان ځواکونو ته زیان نه دی اوښتی.پای/وصال