سیاست

محمدکريم خليلي: د افغانستان خلکو او دولت په تېره څه دپاسه يوه لسيزه کې په بېلابېلو برخوکې داسې ارزښتناک برياليتوبونه ترلاسه کړي دي چې په هيوادکې له هيڅ تاريخي دورې سره د پرتلې وړ نه دي.

کابل باختر د سلواغي  لسمه :
دکوه بيرون وګړنۍ شورا، د امام علي فرهنګي ټولنيز بنسټ او د کوه بيرون د طالبانو او محصلانو ټولنې نن د جمهور رييس د مرستيال محمد کريم خليلي سره وکتل.
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ: په دې کتنه کې چې د ميدان وردګو ولايت د بهسودو دويمې برخې د ولسوالۍ د کوه بيرون د بېلابېلو سيمو عالمانو، مشرانو، سپين ږيرو، فرهنګيانو او ځوانانو ګډون کړى و؛ برخه والو په دې ترڅ کې چې د کوه بيرون د بېلابېلو سيمو يولړ سيمه ئيزې ستونزې د جمهور رييس له مرستيال سره طرحه کړې؛ په بېلابېلو برخوکې يې په تېره څه د پاسه  يوه لسيزه کې د افغانستان د دولت کړه وړه وستايل.
د دوى دڅرګندونو له مخې: په تېره څه دپاسه يوه لسيزه کې د دموکراسي د تامنيولو، د افغانستان د ورونو قومونو ترمنځ د يو والى اوپيوستون دټينګښت، ملي مشارکت، پراختيا او پرمختيا په بېلابېلو برخوکې د خدمتونو د برابرولو، د پوهنې او د لوړو زده کړو د پراختيا او د اقتصادي پرمختګونو په برخوکې د افغانستان د دولت هلې ځلې  د ارزښتناکو برياليتوبونوسره يوځاى دى.
دکوه بيرون خلکو او وګړنيو بنسټونوپه هيوادکې د رامنځته شويو پرمختګونو له امله د خوښۍ دڅرګندونو په ترڅ کې، دپوهنې نه پرمختيا او دښوونځيو نه جوړول، روغتونونو او د روغتيايي خدمتونو د مرکزونو کمښت، دکرنې، مالدارۍ او داوبو لګولو د پراختيا په لاره کې نه پاملرنه ، وزګارتيا او دکار اوکسب نشتوالى او په دولتي اداروکې ددغې سيمې د زده کړې خاوندو کسانو نه استخدام دکوه بيرون د سيمې د اوسيدونکو د اساسي ستونزو او چلنجونو په توګه وبللې او د تحصيلي زمينو په برابرولو او د دغې سيمې فارغانو ته د تحصيلي بورسونو په برابرولو باندې ټينګار وکړ.
وروسته دجمهوري رياست مرستيال محمد کريم خليلي برخه والو ته دښه راغلاست  د ويلو په ترڅ کې دافغانستان دخلکو د جهاد او مقاومت په دوران کې دکوه بيرون دخلکو د رول اوله نوى فصل سره د هغوى دملاتړ له امله قدرداني وکړه او ويې ويل چې دافغانستان خلکو او دولت په څه دپاسه يوه لسيزه کې په بېلابېلو برخوکې  د يادونې وړ برياليتوبونه ترلاسه کړي دي چې په هيوادکې له هيڅ يوې تاريخي دورې سره دپرتلې وړ نه دي.
ده د اوسنيو ارزښتونو او د نوى فصل د برياليتوبونوساتنه د افغانستان دولت او ملت ته يو اصل وباله.
ده په لنډه توګه د دغو برياليتوبونو ځينوبرخوته داشارې په ترڅ کې څرګنده کړه چې  د بنسټونو د پراختيا، اقتصادي پرمختګونو په تېره بيا د مواصلاتي واټونو د جوړولولپاره چې دمرکزي سيمو له لارې دهيواد شمال له جنوب او ختيځ له لويديځ سره نښلوي؛ د افغانستان د دولت پروګرامونه پرځاى دي چې په پاى کې به د افغانستان  خلک  له دې لارې د اقتصادي ودې غوړيدوشاهدان واوسي .
دجمهور رييس مرستيال په هيوادکې دثبات د تامينولو او د يو والى اوپيوستون  د ټينګښت په لاره کې د افغانستان د خلکو رول ارزښتناک وباله او دکوه بيرون د خلکو او د دغې سيمې د وګړنيو بنسټونو د مشکلاتو د حل کولو ډاډ ورکړ.
ديوبل خبر له مخې: د ميدان  وردګو ولايت د بهسودو د دويمې برخې د ولسوالۍ د درويش علي د قوم يو شمېر مشرانو اومخورو هم په جلا جلا توګه دجمهور رييس له مرستيال سره وکتل او د اړوندو سيمو د اوسيدونکو د ځينو سيمه ئيزو ستونزو په حل کولو په تيره بيا د دغې ولسوالۍ په رشک سيمه کې د يو روغتيايي مرکز په جوړولو باندې ټينګار وکړ .
د جمهور رييس مرستيال د دوريش علي د قوم له مشرانو سره دکتنې له امله د خوښۍ دڅرګندولو په ترڅ کې په هغوى پورې د اړوندو سيمو د ستونزو او د اړتياوو د حل کولو ډاډ ورکړ.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته