امنیت

دوه تنه وسله وال طالبان له وسله والو طالبانو سره دپيوستون په وخت کې ونيول شول .

کابل باختر  دليندۍ لومړي نيټه :
دوه تنه وسله وال کسان په بغلان ولايت کې له يوې تروريستي ډلې سره دپيوستون  په وخت کې دپوليسو له خوا ونيول شول .
دبغلان ولايت دامنيې قوماندانۍ دمطبوعاتي دفتر آمر  ذبيح الله شجاعي دباختراژانس خبريال ته وويل:  نيول شوي کسان  چې دلوګر ولايت اصلي اوسيدونکى دى دوسله والو طالبانو دډلې ديوقوماندان قاري سميع الله له تروريستي ډلې سره دپيوستون په وخت کې دبغلان ولايت دامنيې قوماندانۍ له جنايي جرمونوسره دمبارزې امريت دموظفينو له خوا ونيول شول.
شجاعي  زياته کړه نيول شويو کسانو په خپل جرم اعتراف کړى دى  چې پخوايې دطالبانو په ځينو جبهوکې د امنيتي ځواکونو پرخلاف جګړه کې برخه اخستې ده .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته