امنیت

د زابل ديوه سيمه ييز خبريال دوژنې دڅرنګوالي دڅيړنې لپاره د جمهوري ياست دهيئت سفر

 کابل باخترد لړم د مياشتې  ٢٠ :    
جمهوري رياست په زابل ولايت کې  ديو سيمه ييز خبريال دوژنې د څرنګوالي دڅيړنې لپاره يو هيئت   ګومارلى دى .
دغه هيئت  په زابل ولايت کې  خپل کار  نن پيل کړى دى.
دسترې محکمې مرستيال عبدالفتاح عزيزي  چې ددغه هيئت مشري په غاړه لري  په زابل کې يې دباخترآژانس خبريال ته وويل  چې دوى به  دملي ټلويزيون دسيمه ييز خبريال يعقوب شرافت  دوژنې  دڅرنګوالي په باب په بشپړ او پراخ  ډول  څيړنه وکړي.
په ښاغلي شرافت څه ناڅه درې اوونۍ مخکې  کله  چې له خپلې ميرمنې   او زوى  سره د غاښونو دډ:اکتر کتنځي څخه دخپل کور په روان و ، دناپيژاندو وسله والو کسانو له خوا پرې ډزې وشوې او  ووژل شو ،
دجمهوري رياست استول شوي هيئت  ديعقوب شرافت له کورنۍ سره هم کتلي دي   او دخواخوږۍ دڅرګندولو ترڅنګ يې  ددولت  دمرستې پيسې يې  هغوى ته سپارلي  دي.
دغه هيئت  هغې سيمې ته  چې شرافت پکې وژل شوى و هم تللى دى او دسيمې له
يوشمير اوسيدونکو او دزابل ولايت  له پوځي مقاماتو سره يې هم په  دې باب  خبرې کړي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته