امنیت

دهرات له پوځي اکاډمي څخه دملي اردو دسلګونو سرتيرو فراغت

کابل باختردزمري دمياشتي  ٢١ :

دملي اردو په سلګونو تنه سرتيري دهرات ولايت په پوځي اکاډمي کې ديوې روزنيزې دروري له تيرولو وروسته فارغ شول.

دغو سرتيرو ديوې دوه مياشتنې دوري په بهيرکې دکورنيو اوبهرنيو ښوونکو له خوا دپوځي تعليماتو لوست ورکړ شو .

د ٢٠٧ ظفر قول اردو قوماندان تورنجنرال تاج محمدمجاهد باختراژانس ته وويل چې دغه سرتيري به دامنيت دتامينولو اوله تروريزم سره دمبارزي په مقصد دافغانستان په لويديځ کې دملي اردو په ليکو کې موظف شي.

دقوماندان مجاهد دڅرگندونوله مخې  دوي دملي اردو دځواکونو دمسلکي کولو دبهير په  ګړندي کولوسره دافغانستان په لويديځ کې په ټولو سيمو کې دامنيتي مسووليتونو منلو ته چمتو کوي.

ده وويل اوس  موږ دافغانستان په لويديځ کې دامنيتي مسووليتونو دمنلو ځواک ترلاسه کړي دي.

د ٢٠٧ ظفر قول اردو قوماندان دافغان پوځيانو مسلکي کيدل په افغانستان کې له امنيتي اودفاعي پلوه دپه خپلو پښو ددريدلو يوازيني لاره وبلله او ويي ويل چې دنړيوالې ټولنې په مرسته يي دافغان ځواکونو دروزنې اوسمبالول ګړندې کړي دي.

ويل کيږي چې په دې روزنيز پروګرام کې دملي اردو اته سوه ديرش تنه سرتيري دتروريزم اوجنايي اوسازمان موندلي جرمونو پرخلاف دمبارزي له تورنوسره  دچلند ، دماينونو اوبمونو دشنډولو ، دکورونو اووسايطو او نورو مواردو دپلټني دلارو چارو دنورو پوځي   اړتياوو په باب زده کړې کړي دي.

د ٢٠٧ ظفر قول اردو دقوماندان له خوا دورکړي شويو احصائيى له مخې

دهرات په پوځي عالي اکاډمي کې دپنځه کلن فعاليت په بهيرکې څه ناڅه دوه ويشت  زره تنو سرتيرو په دوه ويشتو دورو پوځي زده کړې کړي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته