امنیت

په پکتیا کې ۴ تنه طالبان وژل شوي

ګردیز  باختر د وږي ۱۹ مه
د پکتیا ولایت د احمد خېلو ولسوالۍ په موشکې سیمه کې  څلور تنه وسله وال طالبان وژل شوي او پنځه تنه نور ټپيان شوي دي.
ځايي چارواکي وايي چې،دغه وسله وال طالبان له افغان ځواکونو سره د نښتې په ترڅ کې وژل شوي دي.
د پکتیا د والي ویاند عبدالله حسرت د باختر اژانس سیمه ېیز خبریال ته وویل،چې په دغه نښته کې یو تن سیمه ېیز پولیس هم شهید  شوی او دوه تنه نور ټپيان شوي خو د ټپيانو روغتیايي وضعیت د ډاډ وړ دی.
سرچینه زیاتوي چې، دغه راز په دغه نښته کې د وسله والو طالبانو،یوه اندازه وسلې او مهمات هم د افغان ځواکونو لاسته ورغلي دي.پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته