کابل باختر/ دزمري دمياشتې ٥ :
په بلخ ولايت کې د بشر د حقوقو د کميسيون ساحوي دفتر د ماشومانو د حقوقي حالت له امله انديښنه څرګنده کړه .
په بلخ ولايت کې د بشر د حقوقو دساحوي دفتر رييس سيدمحمد سامع دباختر آژانس خبريال ته وويل: دنا امنيو په زياتوالي سره د دې ويره شته چې وسله وال طالبان له ماشومانو څخه د جګړې په ډګرونو کې دجنګي وسايلو په توګه کار واخلي .
دى وايى چې په زياترو مواردوکې ماشومان له ډول ډول شاقه کارونو، تاوتريخوالي او جنسي تيريو سره مخامخ دي .
خبرځاى وويل: همدا اوس يوازې په کابل ښارکې څه دپاسه ٦٥ زره تنه ماشومان په شاقه کارونو بوخت دي او د ورځې له خوا تر سوځنده لمــــر لاندې او يا په سړه هوا کې له توان څخه پورته کارونه تر سره کـــوي او زياتره يې ښوونځي ته د ورتګ توان هم نلري .
1 1 دقیقه لوستل