امنیت

امنيه قومندان د څرخ ولسوالۍ وکتله

کابل باختر دمرغومې يولسمه
له دوه ورځو راهيسې په څرخ ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو ګډچاڼيزو عمليات روان دي چې ، د امنيتي ځواکونو د حالت او د عمليات د کنټرول په موخه د لوګر ولایت امنیه قوماندان لوی پاسوال عصمت الله علیزي دغه  ولسوالۍ وکتله.
عليزی وايي د دغو عملیاتو ترڅنګ تصفیه او تلاشي هم په کلکه روانه ده .
دی وايي په دغو عملياتو کې امنیتي ځواکونو دښمن ته غاښ ماتوونکی ځواب ورکړی چې د عملياتو له پای ته رسېدو وروسته به له رسنيو سره شريک شي.
د څرخ ولسوالۍ خلکو هم د امنیتي ځواکونو په ورتګ دغه ولسوالۍ ته خوشحالي وښوده او له ټولو امنیتي ځواکونو یي مننه او ملاتړ وکړ.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته