کابل باختر دوږي نولسمه :
يوسلو يو ويشت تنه بنديان دبګرام له جيل څخه آزاد شول .
دباخترآژانس دخبر له مخې: دغه کسان د محکمو له حکم سره سم، د موظف هيئت له خوا د دوى د نسبتې دوسيو له څيړنې وروسته له بند څخه آزادشول.
ددغو بنديانو دخلاصون په مراسموکې لومړى د شهيد د اوونۍ او د هيواد د ملي اتل شهيداحمدشاه مسعود د شهادت د دولسم تلين په درناوي د قرآن عظيم الشان ختموشو او وروسته د نظامي پوليسو د فرقې قوماندان جنرال صفي الله صفي د شهيد د مقام او د جهاد او مقاومت په دوران کې د افغانستان دخلکو د روا مبارزې په باب خبرې وکړې .
دغه راز په دغو مراسموکې د نظامي پوليسو لوى قوماندان تورن جنرال غلام فاروق او د بنديانو د دوسيو دڅيړنې د کميټې استازى له هغوى څخه وغوښتل چې له جيل څخه له خلاصون وروسته سوله ييز ژوند غوره کړي او د هيواد په آبادۍ کې دې ونډه واخلي .
1 1 دقیقه لوستل