اقتصاد

د افغانستان، ترکمنستان او تاجکستان ترمنځ د اوسپنې پټلۍ د غځولو پروژه ډیر ژر پرانیستل کیږي

کابل_باختر د غبرګولي د مياشتې٥:
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس حامدکرزي د ترکمنستان د بهرنیو چارو له وزیر ښاغلي رشید مرادوف سره وکتل.
د جمهور رييس د ويندوى دفترباخترآژانس ته خبرورکړ:
په دې کتنه کې چې نن له غرمې مخکې په ارګ کې ترسره شوه، لومړی د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي رشید مرادوف د خپل هېواد د جمهوررئیس قربان قلي بردي محمدوف سلامونه او نیکې هیلې حامدکرزي ته و رسولې.
همدا راز ده حامدکرزي ته هغه هېواد ته د سفر او  د افغانستان، ترکمنستان  او تاجکستان ترمنځ د اوسپنې پټلۍ د پروژې د پرانیستلو په مراسمو کې د ګډون لپاره چې ډیر ژر به پرانیستل شي، د ترکمنستان د جمهوررئیس بلنلیک وسپاره.
حامد کرزي د ترکمنستان د جمهوررئیس د بلنلیک د منلو په ترڅ کې وویل، د اوسپنې پټلۍ د هغې پروژې پرانیستل چې ترکمنستان، افغانستان او تاجکستان سره نښلوي نه یوازې د دغو درې واړو هېوادونو په خیر ښیګڼه دی، بلکې د سیمې په ګټه هم دي.
د هېواد جمهوررئیس په تیرو لسو کلونوکې د دوست هېواد ترکمنستان د مرستو او همکاریو له امله مننه او قدرداني وکړه.
همدا راز په دې کتنه کې دواړو لورو د ټاپي د ګازو د پایپ لاین او د یو شمېر نورو سیمه يیزو پروژو په اړه خبرې اترې وکړې.
د يادونې وړ ده چې د اوسپنې پټلۍ د غځولو تفاهم لیک چې ترکمنستان، افغانستان او تاجکستان سره نښلوي، د درې واړو هېوادونو د جمهورو رئیسانو له خوا د سږکال د نوروز له مراسمو یوه ورځ مخکې د ترکمنستان هېواد د عشق آباد په ښارکې  لاس لیک شو.
د اوسپنې دغه پټلۍ د ترکمنستان د آتا مراد له سیمې څخه پیل او د افغانستان د اقینې او اندخوی تر سیمو پورې غځول کيږي او د کندز ولایت د شیرخان بندر له لارې له تاجکستان سره نښلول کيږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته