ټولنه

په تخار کې سلګونو کورنیو د څښاک پاکو اوبو ته لاس رسی وموند

تالقان / د غبرګولي / ۲۷/ باختر
په تخار کې د اوبو رسولو د یوې شبکې په جوړېدو سره هیله کېږي په سلګونو کورنۍ د لومړۍ ځل لپاره د څښاک پاکو اوبو ته لاس رسی ومومي .
دغه د اوبو رسولو شبکه په رستاق ولسوالۍ کې د جوړېدو په حال کې ده او ټاکل شوې ده تر یوې میایشتې پورې ګټې اخیستنې ته وسپارل شي .
د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت وایی چې د دغې شبکې په جوړېدو سره ٢٥٠ کورنۍ د لومړۍ ځل لپاره د څښاک پاکو اوبو ته لاس رسی مومي .
د کلي اوسیدوکي د څښاک د پاکو اوبو له تامینولو خوشحاله دي او وایی کلونه کلونه یی د نا پاکو اوبو د استفادې په دلیل په ناروغیو اخته کېدل .
بای / سعیده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته