ښوونه او روزنه

د پوهنې وزارت خبرتیا

کابل / د وږي ۲۷مه / باختر
د هېواد ټولو دولتي او خصوصي ښوونځیو، رسمي دارالعلومونو او رسمي مدرسو ته خبر ورکول کېږي؛ لکه څنګه چې مخکې ټولو ښوونځیو او رسمي مدرسو ته تر شپږم ټولګي پورې د تعلیمي بهیر د پیل خبر ورکړ شوی و، د تعلیمي بهیر د تدریجي پیل په لړ کې دا دی د نارینه برخې د متوسطه او لېسې ټولو ښوونځیو او رسمي مدرسو ته خبر ورکول کېږي چې سر له ننه (د وږي ۲۷مې) خپل تعلیمي او ښوونیز بهیر بېرته پیل کړي.
پر همدې اساس، ټول ذکور ښوونکي او زده کوونکي خپلو تعلیمي ادارو ته حاضر شي او ټول ولایتي او اړوند مسوولین دې په دې اړه لازم اجراات وکړي.
وهاج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته