امنیت

په ده صلاح ولسوالۍ کې څه دپاسه دوه ويشت کيلوګرامه چرس کشف شول

کابل باختر د تلي شپاړلسمه :
دبغلان ولايت دده صلاح ولسوالۍ دامنيې قوماندانۍ پوليسو نن ددغې ولسوالۍ په بازار کې  له يوې اندازې  نشه يي توکو سره يو قاچاق  وړونکې ونيوه .
دبغلان ولايت دده صلاح ولسوالۍ امنيه قوماندان سمونوال  جمال ناصر وطندوست ددغه خبردتاييدولو په ترڅ کې دباختراژانس خبريال ته وويل ددغې ولسوالۍ دامنيې قوماندانۍ مسوولينو نن يو قاچاق وړونکې ددوه ويشتوپنڅه سوه کيلوګرامو چرسو دقاچاقو  په وخت کې دده صلاح ولسوالۍ له بازار څخه ونيوه
ده زياته کړه نيول شوى قاچاق وړونکې  له نشه يي توکوسره دنسبتي دوسيې د بشپړولو په مقصد دبغلان ولايت امنيې قوماندانۍ ته ليږدول شوى دى او پيښه تر څيړنې لاندې ده .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته