ټولنه

په کندز کې له سلګونو بې ځايه شويوکورنيو سره مرسته .

کابل باخترد چنګاښ ٢٩

په کندز ولايت کې له څه دپاسه سلو بې ځايه شويو کورنيو سره پرون دخوراکي توکو او دلګښتي مالونو مرسته وشوه .

له هغو  درې سوه کورنيو سره چې دوروستيو جګړو له امله دکندز ولايت په بيلابيلو سيموکې له خپلو کورونو او ټاټوبو څخه بې ځايه شوي او ددغه ولايت مرکز ته يې پناه وړې ده دسي  دبليو اس دمرستندويو موسسې له خوا په خان اباد ولسوالۍ کې مرسته وشوه .

ددغې موسسې مرستيال قدرت الله حيات دباختراژانس خبريال ته وويل دغه مرستې هغو سختو اړتياو ته  په پاملرنې سره  چې دکندز ولايت بې ځايه شويوکسانو لرلې په پام کې نيول شوي دي چې خوراکي توکي  او دکور ځينې   لوازم  پکې دي

ده زياته کړه دغه مرستې  دهمدې موسسې له خوا له نورو کورنيو سره دوام لري .

ديادونې وړ ده چې دترسره شوي سروي له مخې په کندز کې دوروستيو  څو مياشتنيو جګړو په بهير کې  نږدې پنځه زره تنه کورني  له خپلو سيمو او ټاټوبو څخه بې ځايه شوي دي چې له دغو ټولو کورنيو سره مرسته شوې ده .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته