سیاست

جمهوررئیس غني د پاکستان له لومړي وزیر سره وکتل

کابل/باختر/ دغبرګولي مياشتې١١مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمداشرف غني پرون ماسپښین د اسلامي همکاریو سازمان د مشرانو د څوارلسمې ناستې په څنډه کې د پاکستان اسلامي جمهوریت له لومړي وزیر عمران خان سره د مکې مکرمې په ښار کې وکتل.   
دجمهوررئيس د وياند دفترباخترآژانس ته خبر ورکړ، په دې کتنه کې دواړو لوریو د دوه اړخیزو مناسباتو، سیمه ېیز اتصال، سوداګرۍ، سولې، امنیت او تروریزم سره د مبارزې په اړه بحث او خبرې وکړې.
دواړو لوریو ټینګار وکړ چې په نږدې راتلونکي کې پاکستان ته د جمهور رئیس غني             د سفر په جریان کې به پر یادو موضوعاتو مفصل بحث وشي.
عمران خان  د دې ترڅنګ چې یوځل بیا د با ثباته افغانستان په برخه کې د خپل هېواد ژمنه څرګنده کړه او ويې وویل، د پاکستان لپاره سیمه ییز اتصال، د سولې پروسه او تروریزم سره  مبارزه مهمه ده، ځکه د بېوزلۍ د له منځه وړلو او د سیمې د خلکو د هوساینې لامل کېږي.
په دې کتنه کې جمهوررئیس غني د پاکستان فضایي حریم څخه هند ته  د افغانستان         د الوتکو د الوتنو د بندولو ستونزه له عمران خان سره مطرح  کړه او د پاکستان  لومړي وزیر ژمنه وکړه چې د دې ستونزې حل ته به پاملرنه وشي. 
پاى ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته