امنیت

يو ماين ښخوونکى په پکتيکا ولايت کې د خپل ښخ کړى شوي ماين قرباني شو

کابل – باختر د تلې دمياشتې ٦
په پکتيکا ولايت کې يو ماين ښخوونکى د ښخ کړى شوي ماين د چاودنې له امله ووژل شو .
په جنوب کې د ٢٠٣ تندر قول اردو قوماندان تورنجنرال محمد شريف يفتلي دباختر آژانس خبريال ته وويل: يو ماين ښخوونکى طالب تيره شپه هغه وخت چې غوښتل يې د متاخان ولسوالۍ په مربوطاتو په يوه ګڼ ميشته ساحه کې ماين ښخ کړي؛ ماين وچاوديد او دى په خپله قرباني شو.
د يوبل خبرله مخې: د ملي اردو ځواکونو د پکتيکا ولايت د سر روضې ولسوالۍ  په مربوطاتوکې د چاڼيزو عملياتو په بهيرکې يو هاوان کشف او ضبط کړ.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته