کابل باختردمرغومي دمياشتې٢ نيټه :
د افغانستان د فوټبال د ملي ټيم لوبغاړى مصطفى آزاد زوى د تايلند په چينګيري ټيم کې د دوه کلنې لوبې قرارداد لاسليک کړ.
د فوټبال فدراسيون د مطبوعاتو آمر شفيع شاداب باختر آژانس ته خبر ورکړ چې آزاد زوى به د تايلند د غوره ليګ په سياليوکې لوبه وکړي.
مصطفى آزاد زوى تېرکال هم د تايلند په چاينا ټيم کې لوبه کړې وه.
د تايلنددفوټبال ليک دآسيا په کچه دمشهورو ليګونو په جمله کې پيژندل کيږي.
پاى سعيده ذ
0 د یوې دقیقې څخه لږ