کابل ، د غبرګولی ۲۴ مه ، باختر
په زابل کې د ۸۰۰ زرو امریکايي ډالرو په لګښت د ۱۰ کیلو مټره سړک د رغولو چارې پيل شوې
دغه سړک د زابل په مرکز کلات کې له بی بی خالا لیسې څخه تر حاجي اضغر کلي پورې د (UNHCR) په مالي ملاتړ رغول کېږي چې چارې به یې د یوې میاشتې په موده کې بشپړې شي.
د زابل مرستیال والي سلیمان اغا بهیر له یادې موسسې او ښاروالۍ څخه وغوښتل چې کار په ښه کیفیت تر سره کړي.
بهير د پروژې له پیل څخه تر بشپړېدو پورې د پوره همکاري ډاډ ورکړ او ژمنه یې وکړه چې په دې برخه کې به د ټولو هغو خنډونو مخه ونيسي، کوم چې ستونزې پیدا کوي.
صدیقي