ټولنه

د خواشينۍ پیغام

کابل- باختر- د تلې د مياشتې ١٧مه :
د شهید استاد صفي الله د شهادت په اړه د انجنیر محمدخان د خواشينۍ پیغام
په ژورې خواشينۍ سره مې خبر تر لاسه کړ چې د لوګر په ولایت کې د حزب اسلامي یو تکړه جهادي قوماندان استاذ فاروق پرون خپل کور ته په لار د نامعلومو وسله والو له خوا په ډزو شهيد شوی دی.
استاد صفي الله د لوګر ولایت د بره کي برک ولسوالۍ د زقوم خیلو د کلي اوسیدونکی ؤ چې د جهاد په کلونوکې د سره پوځ د یرغل پرمهال په لوګر ولایت کې د حزب اسلامي د تکړه او مشهورو قوماندانانو له جملې څخه ؤ.
ارواښاد استاذ فاروق چې د جهاد په ډګر کې په استاذ صفي الله مشهور ؤ، د هېواد د راتلونکي نسل د روزنې په موخه د زقوم خیلو په عالي لیسه کې د استاذۍ په مقدسې دندې مشغول ؤ او له څو لسيزو راپه دې خوا د هېواد په مختلفو ليسو کې د استاذ په توګه پاتی شوی و، شهادت يې په دنيوي لحاظ يوه ستره ضايعه بولم، الله تعالی دې دغه تشه د ده په څېر په صالحو افرادو ډکه کړي.
د سولې او وطن دښمنان چې ښوونکي او د پوهنې د ډګر ځلانده ستوري وژني، دوی د دغه ډول کړنو په ترسره کولوسره غواړي راتلوونکی نسل له تعلیم نه بې برخې کړي چې هڅکله به يې دا آرمان ترسره نه شي.
د الله تعالی له لوی دربار څخه د ارواښاد د کورنۍ ټولو غړو ته د زړه صبر او نوموړي ته د فردوس جنت هيله کوم.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته