امنیت

يو تن دخپلې مور د وژنې په تور د هرات دپوليسو له خوا ونيول شو.

کابل – باختر دکب دمياشتې ٧
يو تن دخپلې مور د وژنې په تور ونيول شو .
په دغه سړي  تورلګول شوى دى  چې دخپلې مور له وژلو وروسته د هغې د بدن غړي  په  چړې سره جلا کړي دي  ،  چې نن ونيول شو .
دهرات ولايت يو امنيتي مقام د باختر آژانس خبريال ته وويل  :   
دغه سړى دهرات ولايت   د غوريانو ولسوالۍ د  برنا آباد په سيمه کې دپوليسو
له خوا ونيول شو.
د رارسيدلو خبرونو له مخې :  دغه سړي څه موده مخکې خپله مور يوې دښتې ته بيولې او په  بيرحمانه ډول يې وژلې وه  او د خپلې مور د بدن غړي يې په  چړې سره جلا جلا کړي  او وروسته يې تر خاورو  لاندې کړې و .
نيول شوي سړي  تراوسه پورې د خپلې مور د وژلو دليل نه دى څرګنده کړى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته