سیاست

دمشرانوجرګې رييس دعامه نظم له عمومي قوماندان سره وکتل

کابلباختر دميزان٣٠
دملي شورا دمشرانو جرګې رييس فضل هادي مسلميارنن دخپل کارپه دفتر کي
د کورنيو چارو وزارت دعامه نظم له عمومي قوماندان پاسوال زمري پيکان سره وکتل .
دمشرانوجرګې مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبرورکړ :  په دې کتنه کې پاسوال پيکان د هيواد په مرکز او ولايتونو کې دعامه نظم دقطعاتو دجوړولو دڅرنګوالي په باب معلومات  ورکړل او  ويې ويل هلې ځلې کيږي چې دهيواد د نورو  امنيتي قوتونو له جزوتامونو سره په همغږۍ کې پوځي عمليات ترسره شي .
دمشرانو جرګې رييس دخبرو په ترڅ کې دامنيتي منسوبينو دمکلفيتونو په باب رڼا  واچوله  او ويې ويل دهيوادوسله والوځواکونودامنيتي مسوليتونوله ليږدونې وروسته  ثابته کړه چې دموجودو برياليتوبونو ساتنه اوخلکو ته دسوله ييز ژوندانه شرايط برابر کړي او زياته يې کړه  زموږ خلک باور لري چې دهيواد امنيتي قوتونه دراتلونکي کال د انتخاباتو امنيت به تامين کړي .
مسلمياردامنيتي منسوبينو په روزنې او دمسلکي ظرفيتونو په لوړولو ټينګاروکړ اوڅرګنده يې کړه چې دامنيتي ارګانونو په ليکو کې ملي يو والي ،پيوستون اوکاري همغږي په هيواد کې دسراسري امنيت د تامينولوسبب کيږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته