سیاست

د مشرانو جرګې رييس د بګرام ولسوالۍ د بياجوړولو بهير وڅيړه

کابل – باختر د وږي دمياشتې ١٧
د مشرانو جرګې رييس نن د پروان ولايت د بګرام له ولسوال سره په کتنه کې په دغې ولسوالۍ کې د بيارغاونې بهير وڅيړه.
دسنامجلس مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ.
دپروان ولايت دبګرام ولسوال عبدالشکور قدوسي په دغې ولسوالۍ کې د امنيتي حالت او د ټولګټو پروژو د تطبيق په باب معلومات ورکړل او د دې غوښتنه وکړه چې د ملي شورا د مشرانو جرګه دې هم له خپلو قانوني صلاحيتونو څخه په استفادې سره د پروان ولايت په تېره بيا دبګرام ولسوالۍ په بيارغاونې او جوړولو کې فعاله ونډه واخلي.
په کتنه کې د مشرانو جرګې رييس فضل هادي مسلميار د عبدالشکور قدوسي کړه وړه او خدمتونه د ستاين ليک په ورکولو سره وستايل او هيله يې وکړه چې دى د ټولګتوو خدمتونو په وړاندې کولو او د امنيت په تامينولوکې لا ډيرې هڅې وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته