فرهنګ

رسنيو ته معلومات ورکول د دولت مکلفيت دی

کابل باخترد کب دمياشتې دويمه
ټولې ادارې مکلفې دي چې د قانون په چوکاټ کې رسنيو ته معلومات ورکړي.
دغه څرګندونې دپکتيا  د والي مرستيال عبدالولي سهي د رسنيو له استازو سره په کتنه کې وکړې.
سهي وويل د افغانستان دجمهوري آسلآمي حكومت معلوماتو ته د لاس رسي د قانون له مخې د دغه ولايت ټولې ادارې دې د قانون په چوكاټ كې رسنيو ته معلومات وركړي .
ده زياته کړه يو شېمر رسنۍ يا د رسنيو استازي ددې له امله چې له قانون څخه بې خبره دي هر ډول معلوماتو ته لاس رسى خپل حق بولي ، خو له خپلو صلاحيتونو او مسوليتونو بې خبره دي چې كولاى شي ستونزې را پيدا كړي . ده وويل رسنې د حكومت څلورمه قوه بلل كيږي او دا اړينه ده چې د قانون په چوكاټ كې د نظام د پايښت او پياوړتيا له پاره كار وكړي ،نه دا چې د اصولو او قوانينو خلاف د نظْام د كمزوري كولو دنده تر سره كړي .
بل خوا د پكتيا ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رېيس محمد شفا مشفق د يو شمېر رسنيو سرغړونو ته په اشارې وويل لويه ستونزه دا ده چې په دغه ولايت كې د رسنيو د تيروتنو كميسيون شتون نه لري چې همدا تشه ددې لامل شوې تر څو رسنۍ سرغړونې وكړي.
ده د خبريالانو د مصونيت د كميټې له مشر او د پكتيا د والي له مرستيال څخه غوښتنه وكړه تر څو دا ستونزه له مركزي حكومت سره شريكه كړي چې په دغه ولايت كې هم ياد كميسيون جوړ كړي.
مشفق وويل كه چيرته په پكتيا ولايت كې ياد كميسيون خپلې چارې پيل كړي،د يو شمېر رسنيو له سرغړونو به مخنيوى وشي .
دا په داسې حال كې ده چې د خبريالانو د مصونيت كميټه د تېرو درې مياشتو را په دې خوا په پكتيا ولايت كې را مينځ ته شوې او په دغه موده كې يې د خبريالانو ، امنيتي ، كشفي بنسټونو او د دغه ولايت د ملكي ادارو تر مينځ د لا همغږي په برخه كې د پام وړ كارونه كړي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته