ټولنه

د بغلان د سکرو ډبرو کان د ښوېدو پېښې قربانیانو مرستې ترلاسه کړې

کابل / د سلواغی / ۱۷ / باختر
د نهرین ولسوالۍ د سکرو ډبرو د کان د چت د ښوېدو د پېښې د قربانیانو کورنیو نن د بغلان ولایت له پېښو سره د مبارزې ریاست له لوري خوراکي او غیرخوراکي مرستې ترلاسه کړې.
د بغلان ولایت له پېښوسره د مبارزې ریاست د مالي او ادارې څانګې مسوول ضیاالدین باخترآژانس ته د دغه خبر په بیانولوسره وویل چې د قربانیانو پرهرې کورنۍ درې بوری اوړه ، ۴ جمپرونه ، ۲ شړى او وچه دودۍ وېشل شوې دي.
د یادونې وړده چې د بغلان د نهرین ولسوالۍ د چنارک د سکرو ډبرو د کان د چت د ښوېدو په پېښه کې ۱۴ تنه بند پاتې وو چې له جملې څخه یې ۴ تنه یې وژغول شول او ۱۰ تنه نوریې ووژل شول.
ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته