کابل باختر د غبرګولي دمياشتې ٥ :
د بغلان ولايت په پلخمرې ښار نن د طالبانو په راکټې بريدونوکې اووه تنه ټپيان شول .
د بغلان ولايت يوه امنيتي مسوول د باخترآژانس خبريال ته وويل: د پلخمري ښار په بيلابيلو سيمو د وسله والو طالبانو د راکټي بريدونو له امله اووه تنه ټپيان شول.
ده وويل: د طالبانو په دغو راکټي بريدونو کې دوه ښځې، څلور نارينه اويو ماشوم ټپيان شوي دي.
ويل کيږي؛ د ټپي ماشوم روغتيايي حالت خراب دى .
0 د یوې دقیقې څخه لږ