
کابل / د وږي ۲۲ مه / باختر
د افغانانو ترمنځ د سولې روانو خبرو د ملاتړ په موخه د ننګرهار په پچیراګام ولسوالۍ کې د کرکټ پیل شوې سیالۍ د تصور ملکزي لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې.
یادې سیالۍ د ننګرهار د پچیراګام ولسوالۍ د سپین غر ځوانانو ټولنې او د یادې ولسوالۍ د کرکټ بورډ ادارې په همغږۍ د کډوالو چارو رییس په مالي ملاتړ د افغانانو ترمنځ د سولې روانو خبرو اترو د ملاتړ په نامه یوه اوونۍ وړاندې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ پیل شوې وې.
د پچیراګام د کرکټ مسوول خلیل انځور وايي چې د دغو سیالیو په پایلوبه کې تصور ملکزي لوبډلې د سپین غر ځوانانو ټولنې لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره بریا خپله کړه او د اتلولۍ جام یې په خپل نوم کړ.
پای/وصال