امنیت

دکونړ د وټه پورې او دننګرهار د پچيراو آګام په ولسواليو کې عمليات پيل شول.

کابل – باختر د ليندۍ دمياشتې ٣٠
دهيواد امنيتي ځواکونو نن دکونړ ولايت په وټه پورې ولسوالۍ کې عمليات پيل کړل دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ : دغه عمليات د توپان – ٥٥ په نامه په ګډه د دولت دوسله والو مخالفينو د پټنځيو دبشپړ له منځه وړلو ، دامنيت دتامينولو او د دولتي واکمنۍ د ټينګښت په مقصد دکونړ ولايت په وټه پورې ولسوالۍ کې پيل شوې دي.
ديوبل خبرله مخې : دانکشاف شاهين په نامه ګډ چاڼيز عمليات دامنيتي سکتور دمرکزونو په ګډون د داعش ډلې او د دولت دنورو وسله والو مخالفينو دبشپړ له منځه وړلو په مقصد دننګرهار ولايت په پچير او آګام ولسوالۍ کې پيل شول .
ديادونې وړ ده چې دملي دفاع وزارت د روان کال دليندۍ دمياشتې په پيل کې دشفق – ٢ په نامه ژمنې عمليات پيل کړي دي.
دشفق ٢ عمليات څو نور فرعي عمليات په ځان پسې لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته