اقتصاد

د سرو زرو په بيه کې يوډالرراټيټ شو

کابلباخترد غبرګولي د مياشتې٥:
په نړيوالو بازارونوکې د يوانس سرو زرو په بيه کې د پرون په نسبت يوډالر ټيټوالى راغلى دى.
پرون په نړيوالوبازارونوکې يو انس سره زر په ١٢٩٣ډالرو وړاندې کيدل، نن په١٢٩٢ډالرو وړاندې کيږي.
د پښتنى بانک د سرو زرو د مارکيټ يو پلورونکى قاهرخان  ددغه خبر په تاييدولو سره باخترآژانس ته وويل: اوس دکابل په بازارونوکې يو ګرام مصري سره زر په٢٥٠٠ افغانيو، کويټي په٢٤٥٠ افغانيو، سنګاپوري په٢٤٠٠ افغانيو، بحريني په٢١٠٠افغانيو، عربي په٢٠٥٠ افغانيو، ايراني په١٧٠٠ افغانيو او يوګرام روسي سره زر په١٦٠٠افغانيو پلورل کيږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته