ښوونه او روزنه

د زده کوونکو لومړنۍ احصايوي سروې په تخارکې پيل شوه

 کابل باختر دزمري د مياشتې ٢٨ :
په تخار ولايت کې د ١٣٩٥ کال د ښوونځيو د زده کوونکو لومړنۍ احصايوي سروې پيل شوه .
د هېواد د پوهنې وزارت د لارښوونې له  مخې؛ دتخار ولايت دښوونځيو د زده کوونکو احصايوي سروې په رسمي ډول دپوهنې د رياست دسرپرست، تدريسي مرستيال او  ښوونکو له خوا د شهيد ډاکتر سيدعبدالرحمن د تجربوي ښوونځي په انګړکې پيل شوه .
د پوهنې رياست سرپرست ددغه پروګرام  دپيل په مراسموکې وويل؛ دغه پروګرام د زده کوونکو ددقيق شمېر، پيژندنې او شفافيت لپاره  ډير اغيزمن دى. هيله ده چې دغه پروګرام په دقيق او هر اړخيز ډول ترسره شي ترڅو د هغو جدي ستونزو مخه ونيول شي چې پخوا موجودې وې.
د پوهنې رياست سرپرست زياته  کړه: دغه پروګرام دلومړي ځل لپاره دافغانستان په کچه په تخار ولايت کې پيل شوى دى چې دا په خپله د تخار پتمنو خلکو ته يو ستر برياليتوب دى .
ددغه پروګرام پيل کولاى شي د تخار ولايت د پوهنې په مربوطاتوکې آسانتياوې رامنځته کړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته