امنیت

د يوې ځوانې نجلۍ سر د ميړه د کورنۍ له خوا غوڅ کړى شو

کابل باختر دوږي  شپږمه :
د هغې نجلۍ مور چې په بادغيس ولايت دميړه دکورنۍ له خوا يې سر غوڅ شوى دى؛ د عدالت غوښتنه کوي .
د دغې نجلۍ مور چې د غور ولايت اصلي اوسيدونکې ده؛ له حکومت څخه غوښتنه کوي چې د دې د لور د وژل کيدو عاملين ډير ژر وپيژني او د قانون منګولو ته يې وسپاري .
په را رسيدلو خبرونوکې ويل شوي دي چې دغه شپاړلس کلنه نجلۍ نهه مياشتې مخکې د بادغيس ولايت د جويند ولسوالۍ د ملا نو د کلي يوه سري سره نکاح شوې وه .
د دغې نجلۍ مور وايي: درې ورځې مخکې دوى خبر ترلاسه کړ چې د لور سر يې  د ميړه په کورکې غوڅ  شو او مړى يې  غور ته ليږدولى دى .
تر اوسه پورې د دې د سر د غوڅولو علت معلوم نه دى، خو د نجلۍ کورنۍ ادعا کوي چې کورنى تاوتريخوالي د دوى د لور د وژل کيدو سبب شوي دي.
په دې باب د پوليسو له خوا تحقيقات پيل شوي دي او تر اوسه پورې په دې اړوند څوک نه دي نيول شوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته