کابل باختر د ليندى پنځمه :
د دولت دوه تنه وسله وال مخالفين د نورستان ولايت د دواب ولسوالۍ په مربوطاتوکې ووژل شول .
د ٢٠١ سيلاب قول اردو د قوماندانۍ د مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ چې د دولت وسله والو مخالفينو د نورستان ولايت په دواب ولسوالۍ دبريد نيت درلود چې بريد يې په ساحه کې د ٢٠١ يلاب قول اردو دلومړي لوا دلومړي کنډک د منسوبينو له خوا شنډ او د توپچي ګوزارونو له امله دوه تنه يې ووژل شول او د دښمن يوه داشکه هم ويجاړه شوه .
0 د یوې دقیقې څخه لږ