ټولنه

د شمال دکانونو د ډبرو سکرو جامع جومات ګټې اخستنې ته وسپارل شوه .

کابل – باختر د تلې دمياشتې ٢٦
دشمال د ډبرو سکرو دکانونو جامع جومات ګټې اخستنې ته وسپارل شو.
ددغه جومات دودانۍ دجوړولو کار چې يو کال مخکې پيل شوى و ګټې اخستنې ته وسپارل شو.
دبغلان ولايت سکتوري رييس محمد صفا سنايي د باختر آژانس خبريال ته وويل: دغه جومات دکانونو وزارت له بودجې څخه د څه ناڅه ١١ مليونو  دوه سوه زره افغانيو په مجموعي لګښت په پاخه او اساسي ډول په دوو پوړونو کې جوړ شوى دى.
خبرځاى زياته کړه :- ددغه جومات په هر پوړ کې څه ناڅه ٥٠٠ تنه لمنونځ کوونکي ځاييږي او د لمونځ کوونکو ځاى ستونزه په دغه ساحه کې حل شوې ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته