امنیت

څلور تنه وسله وال طالبان په بادغيس کې ونيول شول .

کابل باختر د ليندى شپږمه :
څلور تنه وسله وال طالبان پرون دبادغيس ولايت دمقر ولسوالۍ داندري په کلي کې  دملي امنيت دځواکونو په عملياتو کې ونيول شول .
دبادغيس دملي امنيت رياست يوه خبرځاى دباختراژانس خبريال ته وويل چې دغه طالبان ددغه ولايت دمقر ولسوالۍ داندري په کلي کې دملي امنيت دمنسوبانو  دصفرپنځه قطعې  په عملياتو کې ونيول شول .
خبرځاى وويل چې دغه راز  په دغو عملياتو کې يو طالب ووژل شو اوپڼځه موټر سايکلونه  ترلاسه شول او امنيتي ځواکونو ته زيان نه دى اوښتى .
  ختم_ سعيده _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته