امنیت

په غزني کې د ۴۲ تنو وسله والو طالبانو وژل کېدل

غزني باختردليندۍ دمياشتې١١نيټه :
په غزني ولايت کې پرون ۴۲ تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
د٢٠٣قول اردو وياند ډګروال فضل خدا (ابراهيم خيل) د باختر آژانس خبريال ته وويل چې دغه وسله وال طالبان د دغه ولايت د اندړو، ده يک، قره باع او ګيرو ولسواليو په  مربوطاتوکې د ايتلاف د ځواکونو په ملاتړ د افغان پوځيانو په عملياتو کې ووژل شول.
په وژل شويوکسانوکې د ده يک ولسوالۍ لپاره د وسله والوطالبانو پوځي مسوول حضرت خالد او د وسله والو طالبانو دوه سيمه ييز قوماندانان هم شامل دي .
ابراهيم خيل زياته کړه: په دغوعملياتوکې ۲۲ تنه نور وسله وال طالبان ټپيان شوي او دوه تنه نور د امنيتي ځواکونو له خوا نيول شوي دي او په چاوديدونکو توکو بار د هغوی يو تونس موټرهم له منځه وړل شوى دى .
د يوبل خبرله مخې:
د ٢٠٣ قول اردو د ماين پاکولو ټيمونو پنځه ماينونه چې د خوست او ميدان وردګو ولايتونو په مربوطاتوکې د وسله والوطالبانو له خوا ځاى پرځاى کړاى شوي و، کشف او شنډ کړل .
پاى ذکرالله

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته