اقتصاد

‏دمالیې وزیر د نورستان له والي سره د پراختیایې پروژو د پلي کیدو په اړه خبرې وکړې

کابل باختردکب دمياشتې  ٢ نيټه :
دمالیې وزیر اکلیل حکیمي، پرون د نورستان له والي حافظ عبدالقیوم، سره وکتل.
دماليې وزارت مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دې کتنه کې دواړو لوریو د نورستان ولایت په وضعیت، د پراختیایې پروژو په پلي کیدو، خلکو ته د عامه خدمتونو په وړاندې کولو او د اړتیا وړ برېښنا په چمتو کولو، د برېښنا بندونو په جوړیدو، د قیمتي اثارو ساتلو لپاره په دغه ولایت کې د موزیم په جوړیدو، د ولایتي سیمه يیزو ادارو لپاره د ودانیو په جوړیدو اود یو شمېر نورو اړوندو مسایلو خبرې وکړې.
دمالیې وزیر د نورستان والي له خوا د یاد شویو پروژو وړاندیزونه په کتبي ډول اړوندو ادارو ته راجع کړل چې د پلي کیدو په اړه یې شته مالي امکاناتو او د هیواد نافذه قوانینو ته په کتو سره اقدامات وشي.پاى- ج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته