امنیت

په هيواد کې دوسله والو طالبانودرې سيمه ييز قوماندانان ونيول شول.

کابل باختردچنګاښ دمياشتي١٨:

دوسله والو طالبانو درې تنه قوماندانان نن په افغانستان کې ونيول شول.

دغه قوماندانان چې هويت يي نه دي په ډاګه شوي  دقندهار دژيړۍ ولسوالۍ اودغزني په رشيدانو ولسوالۍ اوقندهار  ښار کې دافغان اوناټو په ګډوعملياتو کې نيول شوي دي.

ناتو باختراژانس ته ديوې خبرپاڼي په ليږلوسره ويلي دي چې دغه قوماندانان په دې سيمه کې دځينو ياغي طالبانو رهبري  په غاړه لرله .

ناټو وايي چې دعملياتو په بهير کې دوسله والو طالبانو يوشميرجنګي وسايل هم ترلاسه شوي دي اودهغوي له خوا په سيمه کې له منځه وړل شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته