نړۍ

شمالي کوريا خپل سفيران را وبلل

پيونګ يانګ / ايرنا/ باختر د زمري څليرويشتمه :
  شمالي کوريا د دوشنبې په ورځ په بهرکې له خپلو ټولو سفيرانو څخه وغوښتل چې په يوه بيړنۍغونډه کې د ګډون لپاره هېواد ته ستانه شي .
  د ايرنا د خبرله مخې :
د جنوبي کوريا يو دولتي مقام د دغه خبر په اعلامولو سره وويل چې تراوسه پورې مشخصه نه ده چې پيونک يانګ خپل څومره سفيران رابللي دي؟ خو په روسيې، چين او د ملګرو ملتو په سازمان کې د شمالي کوريا سفيران په دغې بيړنۍ غونډه کې د ګډون لپاره هېواد ته راستانه شوي دي.
د جنوبي کوريا خبري آژانس خبر ورکړ چې دغه رابلل له هغه وروسته کيږي چې د شمالي کوريا او امريکا ترمنځ تاوتريخوالي زيات شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته