سیاست

د افغانستان له دښمنانو سره پر جدي مبارزې باندې د جمهوري رياست د مرستيالانو ټينګار

کابل / باختر د تلې  دمياشتې  ٢١  :
د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهوري رياست لومړي مرستيال جنرال عبدالرشيد دوستم نن له غرمې وروسته د جمهوري رياست د دويم مرستيال قانونپوه سرور دانش د کار دفتر ته لاړ او ورسره يې وکتل او په دې کتنه کې دواړو لورو په هېوادکې وروستي بدلونونه او حالات وڅيړل.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې چې د ملي امنيت سلاکار حنيف اتمر او د ملي دفاع وزارت  سرپرست معصوم ستانکزي هم حاضر وو؛ د کتنې برخه والو دقانونپوه سرور دانش د وراره محمد رضا دانش  د مړينې له امله ده ته ډاډګيرنه وويله.
دغه راز په دې کتنه کې د جمهوري رياست لومړي مرستيال جنرال عبدالرشيد دوستم يوشمېر دوستو هېوادونو ته خپل وروستى سفر بريالى وباله او ويې ويل: د دغو هېوادونو مشرانو د هېواد د امنيتي ځواکونو د سمبالولو او پياوړتيا په ګډون په بېلابېلو برخوکې د افغانستان له دولت او خلکوسره د خپلو اوږدمهالو همکاريو ډاډ ورکړ.
په دې کتنه کې قانونپوه سرور دانش د خپل کار دفتر ته د جمهوري رياست د لومړي مرستيال، د ملي امنيت د سلاکاراو د ملي دفاع وزارت د سرپرست د راتګ له امله د قدردانۍ په ترڅ کې د هېواد د امنيتي ځواکونو د پياوړتيا او سمبالولو په برخوکې د افغانستان د دوستو هېوادونو او نړيوالو سازمانونو رول رغنده وباله.
د جمهوري رياست دويم مرستيال د هېواد په بېلابېلو ولايتونو او سيموکې د دولت  له وسله والو مخالفينوسره د مبارزې په لاره کې دجمهوررئيس دلومړي مرستيال او د هېواد دامنيتي ځواکونو د رغنده رول له امله قدرداني وکړه او له هر راز احتمالي پيښو سره دمقابلې لپاره له مخکې څخه د طرحه شويو جدي تدبيرونو د نيولو  او بشپړې هماهنګۍ په لاره کې د امنيتي مسوولينو په جدي پاملرنې ټينګار وکړ.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته