سیاست

جمهور رئیس غني د سولې لپاره په پیل شوې مشورتي لړۍ کې له جهادي مشر استاد عبدالرب رسول سیاف سره وکتل

کابل باختر د کب دريمه
د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني په هېواد کې د ډاډمنې سولې د ټینګښت لپاره د غوره لارو چارو د موندلو په موخه د خپلو سلا مشورو په لړ کې نن له جهادي مشرانو استاد عبدالرب رسول سیاف، محمد اسماعیل خان او د مشرانو جرګې له رئیس فضل هادي مسلمیار سره په ارګ کې وکتل.
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
جمهور رئیس غني په دې کتنه کې څرګنده کړه چې د بل هر وخت په پرتله اوس په هېواد کې د سولې د ټینګښت لپاره لازم فرصتونه رامنځته شوي دي چې د افغانستان ملت باید له دغو فرصتونوڅخه په استفادې سره په هېواد کې د تل پاتې او ډاډمنې سولې د ټینګښت لپاره چې د دوی همیشنۍ هیله ده، ټینګ او ګټور ګامونه پورته کړي.
استاد عبدالرب رسول سیاف، محمد اسماعیل خان او د مشرانو جرګې رئیس فضل هادي مسلمیار په هېواد کې د همیشنۍ او عادلانه سولې د ټینګښت لپاره خپل نظرونه، وړاندیزونه او تحلیلونه وړاندې کړل او په دې لاره کې یې د خپلې همکارۍ ډاډ څرګند کړ.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته