نړۍ

د اسراييلو او فلسطين ترمنځ نښتې.

د غزې ښار-  دالجزيرى خبري سايټ – باختر دکب دمياشتې ٣
داسراييلو او فلسطينيانو د پوځيانو ترمنځ پرون د غزې په تړانګه او د اردن دسيند په لويديځ ساحل د الخليل په ښارکې د جلا جلا نښتو له امله څه ناڅه پنځلس تنه ټپيان شوي دي.
باختر آژانس دالجزيرې دخبري سايټ  له خولې وايي   له دغو کسانو څخه  ديارلس تنه يې دجبليا ښار په ناحيه کې ټپيان شوي دي .
دحماس د ډلې د ويندوى  دڅرګندونو له مخې :   ديو تن ټپي روغتيايي حالت چې ګولۍ  يې پرسر لګيدلې ده  خراب بلل شوى دى .
دغه نښته  دشهيدانو په  نامه واټ  دتړل کيدو له امله  چې د زياتو فلسطينيانو دکارو بار او راکړې ورکړې  سيمه او ديهوديانو داستوګنې سيموته  نږدې موقعيت لري  رامنځته شوې   ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته