امنیت

دوه تنه تيره شپه په کابل کې ووژل شول.

کابل – باختر د سلواغې دمياشتې ٩
د کابل ښار د دولسمې ناحيې يو اوسيدونکي دبې احتياطي له امله په چره يې ټوپک سره  ووژل شو.
دکابل دپوليسو يوه خبرځاى باختر آژانس ته وويل : 
دغه سړى چې دکابل ښار دپوليسو د دولسمې  امنيتي حوزې په مربوطاتو کې
دقلب آسيا د موټر پلورنې څوکيدارو د بې احتياطي له امله د چره يې توپک په  ډزو سره ووژل شو.
ويل  شوي دي چې ده له ټوپک سره  لوبه کوله  چې  ډزه وشوه .
ديوبل خبرله مخې     :   د  بګرامى    ولسوالۍ د حسين خيلو دنو آباد د ساحې يو اوسيدونکى تيره شپه خپله ميرمن  له ناندرو وروسته دتومانچې په ډزو سره ووژله.
دقضيې عامل چې نطامي افسردى  دپيښې له ساحې تښتيدلى دى او  پوليس يې په لټه کې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته