ټولنه

په بدخشان کې په يوه واټ د کريړ اچولو کار پيل شو

فيض آباد باختردليندۍ دمياشتې٤ نيټه  :
د بدخشان ولايت په کشم ولسوالۍ کې د پنځلسو کيلومترو په اوږدوالي د يوه
واټ د ترميمولو او کريړ اچولو کار پيل شو.
دغه سړک د بدخشان ولايت د کليو د بيا جوړولو او پراختيا رياست د کليوالي لارو د جوړولو د پروګرام له خوا ترميم او کريړ پرې اچول کيږي.
د کليوالي لارو د جوړولو د پروګرام د دفتر مسوول انجنير نادرشاه دباختر آژانس خبريال ته وويل: دغه سړک دڅه دپاسه پنحلسو کيلومترو په اوږ دوالي اودشپږو مترو په سور د نهه اتيا ميليونو افغانيو په لګښت په يوه کال کې ترميم او کريړ پرې اچول کيږي.
ده څرګنده کړه: دغه وزارت د کشم  ولسوالۍ د نويچي دکلي او د بدخشان  _تخار د لوى لارې ترمنځ موقعيت لري.
ده وويل: د دغه سړک په تګلوري کې د يو زرو شپږ سوه مترو په اوږدوالي استنادي ديوالونه او څو پلګوټي هم جوړيږي.
پاى ج  ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته