سیاست

جمهور رئيس حامد کرزی د دری ورځني رسمي سفر لپاره سریلانکا ته روان شو

کابل_باختر د کب دمياشتې١٤مه:
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئيس حامد کرزی د سریلانکا د جمهور رئیس مهیندا راجاپاسکا په بلنه نن له غرمې مخکې د یوه لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د هغه هېواد پلازمينې کولمبو ته روان شو.
په هغې مطبوعاتي اعلاميه کې چې په دې اړوند د جمهوري رياست د مطبوعاتي دفترله لارې باخترآژانس ته رسيدلې ده؛ ويل شوي دي:
د هېواد جمهور رئيس به د دغه دری ورځني سفر په ترڅ کې د سریلانکا له جمهور رئيس مهیندا راجاپاسکا سره وګوري او د افغانستان او سریلانکا ترمنځ د دوه اړخیزو اړيکو د پراختیا په اړه به ورسره بحث او خبرې اترې وکړي.
همداراز د دغه سفر په بهيرکې به د دواړو هېوادونو د مشرانو په حضور کې د لوړو زده کړو، سپورټ، د روغتیا او په افغانستان کې د سریلانکا د بشري ځواک د استخدام په برخو کې د افغانستان او سریلانکا ترمنځ یوه موافقه ليک او دری د تفاهم یاددښتونه د دواړو هېوادونو د اړوندو چارواکو لخوا لاسليک شي.
د هېواد له جمهور رئيس سره په دې سفر کې د بهرنيو چارو وزير ضرار احمد عثماني، د ملی امنیت سلاکار ډاکټر رنګین دادفر سپنتا، په نړیوالو چارو کې د جمهور رئيس سلاکار یحيی معروفي، د لوړو زده کړو وزير پوهاند عبیدالله عبید، د کار او ټولنیزو چارو وزیره آمنه افضلي او د عامې روغتیا وزيره ډاکټره ثریا دلیل اعتمادي ملګري دي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته