اقتصاد

د مالیې وزیر د څلور پنځوس اعشاریه پنځو ملیاردو افغانیو په ارزښت د ملي دفاع له وزیر او افغانستان ته د امنیت د انتقال له قوماندان سره په ګ‌‌‌‌‌‌ډه تړون لاسلیک کړل

کابل باختر د غبرګولي څلورمه : دمالیې وزیر اکلیل حکیمي د غبرګولي د میاشتې په ۳ یمه نېټه (د می ۲۴ مه ۲۰۱۸) دوه اړخیزه مالي تړون د ۱۳۹۸ او ۱۳۹۷ مالي کلونو لپاره ددفاع له وزیر طارق شاه بهرامي سره په ګډه د ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو او د دفاع وزارت د بودجوي ملاتړ او اکمال په موخه له د (CSTC-A ) افغانستان ته د امنیت د انتقال قوماندانۍ له قوماندانې جنرال رابئن ال. فانتس، سره لاسلیک کړ. ددغه تړون له مخې افغانستان ته د امنیت د انتقال ګډه عمومي قوماندانۍ به له ۵۴ میلیارده څخه ډېرې (٥٤،٥٦٤،٣٩٦،٩٧٥) افغانۍ د ۱۳۹۷ کال د بودجې د ملاتړ په موخه ژمنه کړې ده. همدارنګه ددغه سند له مخې به د امنیتي او دفاعي ځواکونو په ملاتړ او د پالیسیو د تطبیق، قوانینو، دعامه مالي لګښتونو د مدیریت ،د شفافیت او حساب ورکونې او له اداري فساد له مخنیوي سره مرسته کوي.پاى- ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته