سیاست

په پاکستان کې د اورلګېدنې د پیښو په هکله د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس د خواشینۍ پیغام

٤٨ کابل باختر دوږي ٢٢ مه
په ډیرې خواشینۍ سره خبر شوم چې د ورور هېواد پاکستان په دوو لویو ښارونو کراچۍ او لاهور کې د اور لګېدنې په دوو جلا جلا پیښو کې کابو ۲۶۱ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی.

زه د ځان له خوا او د افغانستان د ملت په استازیتوب د دغې خواشینونکو پیښو له امله د پاکستان مشرتابه او ټول ملت ته خپلې د خواخوږۍ مراتب وړاندې کوم.

الله تعالی (ج) دې قربانیانو ته جنت او ټپیانو ته سملاسي روغتیا ور په برخه کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته