ټولنه

په کابل کې اورلګيدنه

کابل / د وري ۵ مه / باختر
د کابل ښار د ١٣ ناحيې په مربوطاتو کې د ليلامي پلورنې په یو سرای کې اور لګيدلی دى.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ نن سهار د ١٣ ناحيې د مغازې په تمځاى کې د ليلامي پلورنې په يو سرای کې اور لګيدلی دى.
د کابل پوليسو وياند فردوس فرامرز وايي چې د اور وژنې پوليس سيمې ته رسيدلي دي او د اور په مړ کولو بوخت دي.
د کابل پوليسو وياند د دغې اورلګيدنې په اړه څه ونه ويل، خو ويې ويل چې پوليس په سيمه کې شته او په دغه سرای کې د اورلګيدنې د څرنګوالې په اړه تحقيقات پيل شوي دي.
ختم- ج –ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته