کابل باختر دسلواغې ٣٠ نيټه :
دبودا مجسمې د بيارغاونې د تخنيکي کميټې لومړۍ غونډه نن داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت د فرهنګي معين او سرپرست محمدرسول باوري په مشرۍ جوړه شوه.
دباخترآژانس دخبريال دخبرله مخې ؛په دې غونډه کې لومړى دتاريخي آبداتو دساتنې اوترميمولو رئيس عبدالاحد عباسي په باميانو کې د بودا مجسمو د ترميماتي کار په باب رڼا واچوله.
په همدې حال کې پوهاند محمدرسول باوري په دې غونډه کې وويل چې، د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت د موجودو امکاناتو په چوکاټ او د يونسکو په همکارۍ د تاريخي آبداتو او آثارو په تېره بيا په باميانو کې د بودا مجسمو دپاتې شونو د ساتنې او بيارغاونې په لاره کې يولړ کارونه ترسره کړي دي .
دغونډې برخه والو دبودا دمجسمو دبيارغاونې په باب خپلې نظريې وړاندې کړې .
دغه راز د يونسکو استازي د افغانستان د تاريخي اولرغونو آثارو او آبداتو په ساتنه کې د دغه سازمان د همکارۍ يادونه وکړه.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست دبودا مجسمو دبيارغاونې د تخنيکي کميټې له غړو څخه وغوښتل چې په راتلوونکې غونډه کې دې په دې باب خپلې توحيدي نظريې وړاندې کړي څو دبودا د ٣٨ متره مجسمې دبيا رغاونې په مقصد پروګرام جوړ شي. پاى ج ذ