د دغه سفر پر مهال یو شمېر رسنیو او خبریالانو د رسنیو کارکوونکو سره د امنیتي ځواکونو له چلند څخه شکایت وکړ.
جمهوري ریاست د خبریالانو د اتحادیو د اندېښنو په ځواب کې د بیان آزادۍ او رسنیو آزادۍ اصل څخه د ملاتړ تر څنګ د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې ته دستور ورکړی چې موضوع روښانه او څرنګوالی یې وارزوي.
د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکه اداره مکلفه ده، چې د بامیانو ولایت سیمه ییزې ادارې سره په همغږۍ د پېښې ټول اړخونه په کره توګه و ارزوي اوخپلې ترلاسه شوې پایلې جمهوري ریاست ته وسپاري، تر څو د هغې په اساس سرغړونکو سره قانوني چلند وشي.
0 د یوې دقیقې څخه لږ